کابل(پژواک،۷غبرګولی۹۷):ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد په ۱۶ولايتونو کې د وچکالۍ له امله مالدارانو ته د زيانونو په هکله اندېښنه په ډاګه کړې او له نړيوالو مرستندويه ارګانونو څخه يې غوښتي چې خپلې مرستې دې د حکومت په همعږۍ سره زيانمنو سيمو ته ورسوي.
د ولسمشر تر مشرۍ لاندې له وچکالۍ سره د مبارزې په لړ کې د بشري مرستو د انسجام په موخه ناسته جوړه شوه.
په ياده ناسته کې چې د افغانستان لپاره د مرستندويه نړيوالو موسسو استازو هم په کې ګډون کړی و، ولسمشر له وچکالۍ ځپلو سيمو سره د نړيوالو مرستندويه ارګانونو له مرستو څخه مننه وکړه او يادو سيمو ته د هغوی د جدي پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
هغه په ۱۶ولايتونو کې د وچکالۍ له امله مالدارانو ته د اوښتو زيانونو په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل چې وچکالۍ د نورو ولايتونو په پرتله فارياب او جوزجان ولايتونه ډېر زيانمن کړي او دولت وچکالۍ ځپلو سيمو ته مرستې رسولې دي، خو دا مرستې بسنه نه کوي.
ولسمشر د وچکالۍ او سيلاب ځپلو سيمو سره د امنيتي او دفاعي ځواکونو له همکارۍ څخه مننه وکړه او له نړيوالو مرستندويه ارګانونو څخه يې وغوښتل چې خپلې مرستې دې له حکومت سره په همغږۍ زيانمنو سيمو ته ورسوي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي په ياده غونډه کې په هېواد کې د وچکالۍ له امله د اوښتو زيانونو په اړه د ترسره شوې سروې په هکله معلومات وړاندې کړل.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير نصير احمد دراني په ۱۶ وچکالۍ ځپلو ولايتونو کې د ياد ولايت د ترسره شويو سروې ګانو پايلې او په دې اړه خپل وړانديزونه وړاندې کړل.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو وويل:" موږ دغه موضوع په جدي توګه تعقيبوو او زيانمنو سيمو ته مو خپل استازي استولي دي."
نوموړي ژمنه وکړه چې ملګري ملتونه به خپلې مرستې د حکومت په همغږۍ سره ترسره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP