Language

د راکټ مرمۍ لګېدو له امله دوه عام وګړي وژل شوي

پل علم (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٧): د لوګر مسوولين وايي چې په محمداغې ولسوالۍ کې د راکټ لګېدو له امله دوه عام وګړي وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين د محمد اغې ولسوالۍ په کوډګي کلي کې د وسله والو طالبانو او ولسی پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې چې یو پاڅون کوونکی په کې وژل شوی دى.

ده زياته کړه، دغه راز په دې نښته کې یو توغندی پر يوه کور لګېدلی چې دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

دى وايي: ((دغه راکټ د وسله والو طالبانو له لوري د پاڅون کوونکو پر پوستې توغول شوى چی په یوه کور کې لګېدلی او دوه تنه چې مزدوري یی کوله او په کار بوخت وو، وژل شوي دي.))

د کوډګي د کلي اوسېدونکي خدایداد پژواک ته وویل: ((نن غرمه دوه تنه چی په اصل کې د محمداغې د سفید سنګ د سیمی اوسېدونکی وو، دلته په یو کور کی په کار بوخت وو او د راکټ د لګېدو له امله ووژل شول.))

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

محمداغه د کابل ښار سوېل ته په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چی سږکال په کې امنیتي ستونزې ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.