غزني ښار(پژواک،٨غبرګولى٩٧): په غزني کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر د تړل له کېدو له امله تر اوسه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د راتلوونکو ټاکنو نوماندانو نوم ليکنه نه ده کړې.
په غزني کې شاوخوا يوه مياشت وړاندې يو شمېر اعتراض کوونکو ويل چې په دې ولايت کې بايد ټاکنې حوزوي شي او د خپلې غوښتنې د عملي کېدو لپاره يې د اعتراض په توګه د غزني د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر دروازه وتړله.
له غزني څخه ولسي جرګې ته نوماند او يو تن اعتراض کوونکي عبيدالله د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه چې د ټاکنو کمېسيون د دې ولايت برخليک نه وي معلوم کړى، دوى نوم ليکنه نه کوي.
هغه وايي: (( تر هغه چې د غزني ټاکنې حوزوي شوې نه وي، نه موږ نوم ليکنه کوو او نه هم نورو ته اجازه ورکوو.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ټاکنو کمېسيون اعلان وکړ چې د راتلونکو ټاکنو لپاره به هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه وي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا غړي نصيراحمد فقيري پژواک ته وويل چې په داسې اساسو شرايطو کې د ټاکنو کمېسيون دروازه بايد د نوماندانو پرمخ پرانيستل شي.
هغه وايي: (( نوم ليکنه بايد په ټاکلي وخت شروع شوې واى، خو اعتراض کوونکو کمېسيون تړلى او تر اوسه دغه پروسه نه ده پيل شوې.))
په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د ټاکنو د حوزوې کېدو په اړه پرېکړه د ولايتي چارواکو له واکونو څخه پورته ده.
هغه وايي: (( دا د ولسمشر او کمېسيون صلاحيت دى چې په دې اړه څه تصميم نيسي او دې خلکو ته څنګه قناعت ورکوي.))
نوري وايي چې د اعتراض کوونکو غږ دوى په مرکز کابل کې حکومتي چارواکو ته رسولى، نو هغوى بايد دغه موضوع حل کړي.
بل لورته په غزني کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د کمېسيون دروازې د تړل کېدو له امله د دوى چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.
هغه وايي: (( که چېرې خېمه لرې نه شي، نو شايد ستونزې بېخي ډېرې شي او خلک به له ټاکنو څخه پاتې شي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP