ښرنه (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٧): په پکتيکا ولايت کې په داسې حال کې له يوې اوونۍ راهيسې د تذکرو فورمونه ختم شوي چې هلته يو شمېر خلک تذکرې نه لري او د ټاکنو لپاره د تذکرو له مخې نوم ليکنه روانه ده.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨مه تر سره شي.
د دغه ولايت ځينې اوسېدونکي او چارواکي وايې چې د ولايت په مرکز او ١٢ ولسوالېو کې له يوې اوونۍ راهيسې د تذکرو فورمونه ختم شوي خو اړوندې ادارې يې په اړه چوپه خوله دي.
د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي سيدجبيب پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اوونۍ راهيسې د دغې ولسوالۍ د نفوس د احوال د ثبت ادارې ته ورځي، خو تذکره نه شي تر لاسه کولاى او چارواکي ورته وايي چې د تذکرو فورمونه ختم شوي دي.
د هغه په خبره، د تذکرو د وېش له دې وضعيت څخه څرګنديږي چې دولت يا د ټاکنو د تر سره کېدو هوډ نه لري او يا هم غواړي چې د پکتيکا ډېر خلک له ټاکنو محروم شي.
د دغه ولايت د مرکز ښرنې اوسېدونکى نياز الله مشفق وايي، په ښرنه کې هم له يوې اوونۍ راهيسې هره ورځ لسګونه کسان د نفوس د احوال د ثبت ادارې مخ ته ولاړ وي، تر څو تذکرې واخلي خو موظف کسان ورته وايي چې د تذکرو فورمونه نه لري.
هغه هم غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته دې جدي پاملرنه وشي، تر څو د دغه ولايت خلک له ټاکنو بې برخې نه شي.
د پکتيکا د ولايتي شورا پخواني رييس او اوسني غړي افسرخان سلېمان خېل هم وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د تذکرو فورمونه ختم شوي دې.
دى هم په دې اند دى چې يا دولت نه غواړي ټاکنې تر سره شي او يا هم غواړي چې په دې کار سره يوه لويه سلنه خلک له ټاکنو بې برخې کړي.
دپکتيکا ولايت د نفوس د احوال د ثبت ادارې مشر محمد انور هم تاييد کړه چې له يوې اونۍ راهيسې په دې ولايت کې د تذکرو فورمونه ختم شوي ديپ
هغه وايي چې ده د پکتيکا لپاره د تذکرو پنځوس زره فورمونو غوښتي و، خو ١٥ زره يې ورکړل او دا دي اوس له ستونزو سره مخ دى.
ده له اړوندو لوړپوړو چارواکيو وغوښتل چې د دغې ستونزې د حل لپاره ژر اقدام وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP