Language

“بغلان کې دې کوچيانو ته د تذکرو ورکړې په موخه ګرځنده ډلې وګومارل شي”

پلخمري (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٧): په بغلان کې د کوچیانو استازي وايي، غواړي په ټاکنو کې د ګډون لپاره کلیو ته د تذکرو ورکولو ګرځنده ډلې ورشي، خو د تذکرو مسوولين یې غوښتنې نه مني.

دوى ګواښ کوي، که تر شنبې ورځې (د غبرګولي ١٢مه) یې غوښتنې ونه منل شي، لاریون به وکړي او د ټاکنو په ورځ به یوه کوچي ته هم د رایې ورکولو اجازه ورنه کړي.

د کوچیانو د سرخېلو شورا ريیس ببرک په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د ولسمشر په لاسلیک امر په لاس کې لري چې کوچیانو ته دې تذکرې ورکړل شي او دا دی له څو ورځو راهیسې هڅه کوي چې د ولسمشر د امر مطابق خپلو کلیو ته د تذکرو د وېش سیار ټیمونه بوځي، خو بهانې ورته کېږي او مامورین یې غوښتنې نه مني.

ده زياته کړه: "موږ کوچیان تذکرې نه لرو، د پولیسو له خوا هم د تذکرې د نه شتون له امله ځورول کېږو، اوس چې غواړو تذکرې واخلو او حکومت هم د افغانستان ټولو وګړو ته د تذکرې اخیستو حق ورکړی، د بغلان د نفوسو احوال د ثبت اداره باید موږ ته سیار ټیم راکړي، ترڅو موږ ټول په خپلو کلیو کې تذکرې ترلاسه کړو."

د کوچیانو بل سرخېل میرحمزه لګڼ خېل هم وویل: "تذکره مو حق دی او دا حق که د سر د وینو په بيه هم وي، موږ یې تر لاسه کوو."

د هغه په وينا، د ټاکنو، د نفوسو د ثبت اداره او سیمه ییز ارګانونه دې خبروي چې که تر شنبې کوچیانو ته د تذکرو ګرځنده ټیم ورنه کړل شي، لاریون به وکړي او د ټاکنو په ورځ به هم کوچیانو ته د رايې ورکولو اجازه ورنه کړي.

په بغلان کې د کوچیانو امر امان الله احمدزی هم د کوچیانو غوښتنې پرځای بولي او زیاتوي چې د ولسمشر او کوچیانو د عمومي ریاست د امر پر اساس، کوچیان د هېواد په هره برخه کې چې وي، د تذکرې اخیستو او رايې ورکولو حق لري.

نوموړي پژواک ته وویل: ((کوچیان په یو کلي کې نه دي استوګن، دوی د بغلان په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې اوسیږي چې نه شي کولای د نوم ثبتولو په یو مرکز کې تذکرې واخلي، نو له همدې امله مو د بغلان د نفوسو احول ثبت ادارې څخه غوښتنه کړې چې کوچیانو ته د تذکرو وېش ته ځانګړی سیار ټیم ورکړي، ترڅو ټول کوچیان وکولای شي تذکرې ترلاسه او بیا په ټاکنو کې هم برخه واخلي.))

ده زياته کړه، په بغلان کې د کوچیانو سرخېل د ولسمشراو کوچیانو د عمومي ریاست له لوري د هېواد په هره سیمه کې د تذکرې د اخیستو امر په لاس کې لري، خو د بغلان د تذکرو مدیریت د ولسمشراو د کوچیانو د عمومي ریاست امر څخه سرغړونه کوي.

د بغلان د نفوسو د احوال او ثبت ادارې امر احمد الله عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسمشر د امر او کوچیانو ستونزو ته په کتو یې د بغلان په څلورو سیمو کې کوچیانو ته د تذکرو ورکولو ځانګړي کاري ټیمونه ګومارلي او کوچیان کولای شي هره ورځ له دغو مرکزونو څخه تذکرې ترلاسه کړي.

دى زياتوي، د کوچیانو سرخېل غواړي چې ځانګړی سیار ټیم ورکړل شي، دوی د یو سیار ټیم پر ځای د مرکزي بغلان ولسوالۍ په څلورو مرکزونو شهر کهنه، د قند فابریکې، حسن تال او مرکزي بغلان ښار مرکزونو کې د کوچیانو لپاره ځانګړي ټیمونه ګومارلي چې د هرې سیمې کوچیان کولای شي ورشي او خپلې تذکرې ترلاسه کړي.

ټاکل شوې چې په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره د تذکرو ورکولو او نوم ثبتولو روان بهیر به د روانې میاشتې تر ۲۵مې دوام وکړي.

login or register a new account.

Related Topics