Language

د اورګون لسګونو ښوونکو درسي اعتصاب کړى

ښرنه (پژواک ٩ غبرګولى ٩٧): د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې لسګونو ښوونکو له تېرو دولسو ورځو راهیسې له دې امله درسي اعتصاب کړی چې د تېر کال د څو مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د اورګون ولسوالۍ يوه ښوونکي رحمت شاه پژواک ته وويل چې د اورګون ولسوالۍ د دولسو لېسو ۱۴۲ ښوونکو له دې امله درسي اعتصاب کړی چې د تېر (۱۳۹۶) کال د پنځو مياشتو معاش نه دى ورکړل شوى او که ستونزه يې حل نه شي، ښوونځيو ته به لاړ نه شي.

د ده په خبره، هره ورځ يې د کور مخکې پوروړي ولاړ وي، دوی يې يوه او بله مياشت غولوي، خو د پوهنې رياست ورته پام نه کوي.

د پوهنې رئيس محراب الدين شفق هم ستونزه مني او وايي، په ولايتي اداره کې هيڅ ډول ستونزه نشته، د پوهنې رياست اړوند ټول کارونه خلاص شوي دي، يواځې بوديجه نه لري، کله چې بوديجه ورته ورسيږي، ټولو ښوونکو ته به خپل حقونه ورکړل شي.

هغه له ښوونکو غوښتنه وکړه چې خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي، د دوی ستونزه په نظر کې نيول شوې او په حل لارو يې کار روان دی.

د اورګون ولسوالۍ د بالېشو د لېسې يوه زده کوونکي عصمت پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دولسو ورځو را په دې لوري د دې لېسې ښوونکي درسونو ته نه دي حاضر شوي او دوی هره ورځ تش لاس کورونو ته ځي.

ده زياته کړه، ښوونکو ته د تېر ۱۳۹۶ لمريز کال معاشونه نه دي ورکړل شوي چې له امله يې ښوونکو درسي اعتصاب کړی دى.

هغه د پوهنې رياست له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ښوونکو ستونزه دې هوار کړي او هغوى ته دې معاشونه ورکړي.

د يادونی وړ ده چې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې اوس هم هغه ښوونځي تړل شوي چې د نوم لیکنې مرکزونه په کې خلاص شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.