لومړى تعقيب - پل علم (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۷) : امنيتي سرچينې وايي، چې د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار پر لومړۍ امنیتي حوزې ډله ييز بريد کې درې ځانمرګي بريدګر او ٦ پوليس وژل شوي دي.
ددې ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د غبرګولي په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا برید نن سهار وخته په پنځو بجو شوی و.
هغه زیاته کړه،چې يو بريدګر د تونس موټر په وسيله د حوزې په دروازه کې بريد کړى و او تر سترې چاودنې وروسته دوو نورو بريدګرو جګړه پيل کړه.
د نوموړي په وینا، د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په ځوابي برید کې دوه نور بريدګر ووژل شول او جګړه پای ته ورسیده.
احمدزی وایي، چې په دې برید کې د حوزې د امر په ګډون درې پولیس وژل شوي ، څلور پوليس او اته تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، چاودنه درنه وه، چې له امله يې نږدې د خلکونو کورونه زيانمن شوي دي او حوزه هم ويجاړه شوې ده.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د درېيو ترافيکو په ګډون ٦ پوليس وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې بريد کې د حوزې د امر په ګډون ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP