ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې  
د خوست قومونه : د نفوسو د احوال ثبت اداره تذکرې نه راکوي

د خوست قومونه : د نفوسو د احوال ثبت اداره تذکرې نه راکوي

author avatar
31 May 2018 - 15:39
د خوست قومونه : د نفوسو د احوال ثبت اداره تذکرې نه راکوي
author avatar
31 May 2018 - 15:39

خوست ښار (پژواک، ۱۰ غبرګولى ۹۷): په خوست کې د يو شمېر مېشتو بېلابېلو قومونو مشران وايي چې دوی ته د نفوسو د احوال ثبت اداره پېژندپاڼې نه ورکوي.

دغه قومونه چې احمدزي، توتاخيل، نيازي، ځدراڼ، دولتزي، ځاځي او ترکي څخه عبارت دي، مشرانو يې نن د غبرګولي په ۱۰مه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د خوست د نفوسو د احوال ثبت اداره په تبعيضي چلند تورنه کړه.

هغوی وويل، دوی غواړي چې د راتلوونکې ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو په ټاکنو د ګډون په موخه ځانونه ثبت کړي، خو ياده اداره د پيژندپاڼو له ورکولو څخه ډډه کوي.

په دې ولايت د توتاخېلو د قوم يو تن مشر ډاکټر ګلاب توتاخېل کنفرانس ته وويل، دولت مکلف دی چې په هېواد کې ټولو مېشتو قومونو ته په راتلوونکو ټاکنو د ګډون زمينه برابره کړي.

نوموړي د خوست د نفوسو داحوال ثبت ادارې دا تصميم له قانون سره په ټکر کې بولي او زياتوي،دولت په دې سره په لوی لاس غواړي چې په راتلوونکو ټاکنو باندې خلک بې باوره کړي.

هغه وايي: ((دولت چې څنګه په موږ غږ کوي چې ټاکنو کې برخه واخلئ، همدا ډول بايد موږ ته د رايې ورکولو زمينه برابره کړي. زما ځوان، کونډه، پېغله او سپين ږيرى بايد په دې ولايت کې د تابعيت تذکره واخلي او زمينه ورته برابره کړي.))

د احمدزيو د قوم يو تن مشر اسدالله احمدزي دغه کنفرانس ته وويل، چې دوی څو ځله يې د نفوسو د احوال ثبت مرکزي ادارې سره هم دا ستونزه شريکه کړې ده، خو تراوسه يې ورته د حل کومه لار نه ده پيدا کړې.

نوموړي وويل، که څه هم د نفوسو د احوال ثبت ادارې قانون له مخې د هېواد هر فرد په هر ځای کې د اصلي استوګنځي په نوم پيژندپاڼه اخيستلی شي، خو بيا هم دوی ته پېژندپاڼې نه ورکول کېږي.

هغه زياتوي: ((د نفوسو داحوال ثبت مرکزي ادارې په انفرادي توګه د نوې پېژندپاڼې اخيستنې فورمې د پنځمې شمېرې څخه تر لسمې شمېرې پورې د اصلي استوګنځي او اوسني استوګنځي عنوانونو د درلودو په اساس د هر ولايت خلک چې په هر ولايت کې استوګنه لري تذکره اخيستلی شي. د پورته فورې د ثبوت په اساس موږ ته بايد د خپل اصلي استوګنځي په ذکر کولو سره په خوست کې د تابعيت تذکرې راکړل شي.))

د نيازيو د قوم يو تن مشر حاجي واحد جان کنفرانس ته وويل، مخکې له دې چې د نوم ليکنې پروسه پای ته ورسېږي، له ولايتي ادارې او د نفوسو د احوال ثبت ادارې غوښتنه کوي، چې دوی ته ژر تر ژره پېژندپاڼې ورکړي.

دی وايي: ((موږ د خوست په والي باندې دا غږ کوو چې ملي مسله کې بايد غلی پاتې نه شي، ځکه که سبا موږ لاريونونه کوو دا ستا لپاره هم مشکل جوړوي، نو موږ خپل حق غواړو او موږ هم ددې سيمې اوسېدونکي يو او اړتيا ورته لرو.))

د کنفرانس ګډونوالو همدا ډول د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، دا چې د دوی وخت د نفوسو د احوال ثبت ولايتي ادارې د کار نه کولو په اساس ضايع شوی ، نو د پېژندپاڼو د تاييد په موخه د وخت په اړه بيا کتنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.