کندز(پژواک،١٠غبرګولی٩٧): د کندوز د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د کندوز ــ شېرخان بندر سړک چې افغانستان له تاجکستان سره نښلوي د يو شمېر برخو وېجاړېدو يې خلکو ته جدي ستونزې جوړې کړې دي.
دوی ادعا کوي، هغه سړک چې کندوز ولايت له شېرخان بندر سره تړي د چارواکو د نه پاملرنې له امله يې ډېرې برخې ورانې شوې دي او اوس ټول موټر پر خام سړک تګ راتګ کوي.
د کندوزـــ شېرخان بندر د لارې د بار وړونکي موټر چلوونکی رامين د دغه سړک د ساتنې په برخه کې چارواکي په نه پاملرنه تورنوي .
نوموړی وايي:((د سړک د خرابېدو له امله پر خام سړک لاړم او دوه ورځې کېږي چې موټر مې په رېګ کې بند دی او حکومت هم سړک بيا نه دی جوړ کړی،سړک ډېر خراب شوی او که چېرته حکومت ورته پاملرنه ونه کړي پاتې برخې به يې هم ورانې شي.))
د دغه مسير يو بل موټر چلوونکی بشير هم د سړک له خرابېدو څخه شکايت کوي او وايي چې حکومت په ځانګړي ډول د فوايد عامه رياست د دغه سړک د ساتنې په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او په دې برخه کې ناکام دي.
هغه د پژواک خبريال ته وويل:(( تاسو وينئ چې موږ په خام سړک راغلو نږدې ده چې موټر مو چپه شي،دا يو سوداګريز سړک دی او د ساتنې لپاره يې بايد دولت جدي پاملرنه وکړي.))
له بلې خوا د کندوز د ولايتي شورا غړی امرالدين ولي هم د کندوزــ شېرخان بندر د سړک د خرابېدو له امله کلکه نيوکه کوي او ځايي چارواکي په ځانګړي ډول د فوايد عامه رياست په بې کفايتۍ تورنوي.
ولي وايي: (( زموږ د هېواد هغه مهم سړک چې افغانستان له تاجکستان سره نښلوي خراب دی چې دا د چارواکو په ځانګړي ډول د فوايد عامه رياست بې کفايتي څرګندوي څو کاله کېږي چې دا سړک خراب شوی خو تر اوسه چارواکو ورته پاملرنه نه ده کړې چې دا د چارواکو په ځانګړي ډول د فوايد عامه رياست بې کفايتي او نه پاملرنه څرګندوي.))
د ولايتي شورا بل غړی رباني رباني د کندوزــ شېرخان سړک په اوسني وضعيت کلکه نيوکه کوي او د دغې ستونزې د جدي حل غوښتنه کوي.
رباني وايي: (( تاسو پوهېږئ چې د کندوز ــ شېرخان بندر مهمه ترانزيټي لاره د درندو موټرو او سېلابونو ته د نه پاملرنې له امله د دغه سړک يو شمېر برخې خرابې شوې دي او خلک له ستونزو سره مخ دي، دولت بايد ژر تر ژره دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي .))
بل لور ته بيا د فوايد عامه رياست رييس د کندوز ـــ شېرخان بندر د لارې خرابېدل نه رد وي، خو وايي چې د دغه سړک د بيا رغونې چارې پیل شوې دي او تر راتلونکو درېيو ورځو به يې کارونه پای ته ورسېږي.
د کندوز ولايت د فوايد عامه رياست رييس برهان الدين شينواری وايي: (( د دغه سړک د بيا رغونې چارې پيل شوې او تر راتلونکو درېيو ورځو به بشپړې شي.))
login or register a new account.