Language

پکتيکا کې  ۱۲ نوي روغتیایي مرکزونه فعال شول

ښرنه (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٧) : د پکتيکا ولايت په بېلابېلو ولسوالیو کې د (OHPM) مؤسسې له لوري دوولس روغتیایي مرکزونه فعال شول، چې ورسره به د خلکو روغتيايي ستونزې کمې شي.

د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د یادو روغتیايي مرکزونو پرانېسته يوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه او ويې ويل چې په دې سره به روغتیایي خدمتونه چټک او ستونزې راکمې شي.

فضلي زیاته کړه، په یادو روغتیایي مرکزونو کې به خلکو ته په لوړه کچه معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کیږي او خلک به له ګڼو اسانتياوو برخمن شي.

په پکتيکا کې  د (OHPM) مؤسسې مسوول عبدالسلام باورزی وایي چې دوى د خلکو اړتیاوو ته په کتو سره د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې یاد روغتیایي مرکزونه د۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت فعال کړل.

باورزی زیاتوي، یاد روغتیایي مرکزونه د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک په مالي مرسته فعال شوي چې په خبره یې ټول امکانات ورته برابر او روغتیایي پرسونل ګومارل شوی.

بل لورته د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ريیس ډاکټر ولي ګل خروټی وایي چې یاد ۱۲ روغتیایي مرکزونه په هغو سیمو کې فعال شوي چې خلکو یې روغتیایي اسانتیاوو ته په سمه توګه لاس رسی نه درلود او له ستونزو سره مخ وو.

د یادونې ده، دغه ۱۲ روغتیایي مرکزونه د پکتیکا ولایت په سروبي، ارګون، جاني خېلو، یحيی خېلو، یوسف خېلو،اومنه، مټاخان، مرکز ښرنه، سر روضه، زېړوک او ګومل ولسوالیو کې فعال شول او خلکو ته به منظم روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.