Language

غزني کې د جګړو له امله بې ځايه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

غزني ښار(پژواک،١٢غبرګولى٩٧): د غزني په ده يک او اجرستان ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله لسګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي چې دا مهال له ستونزو سره مخ دي.

له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د غزني په اجرستان، ده يک، جغتو او اندړو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې هم کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د اجرستان د مندوخېل اوسېدونکي نورالله د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د جګړو له امله ډېرې کورنۍ اړ شوې دي چې نورو سيمو ته کډه وکړي.

هغه وايي: (( زموږ په سيمه کې اوس جګړه ختمه شوې خو بيا هم د جګړې له وېرې موږ نه شو کولى چې لاړ شو، ځکه امکان لري بيا جګړه پيل شي.))

ده وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو له امله د خلکو کورونه سوځېدلي او ځينې نور يې بيا په مرميو لګېدلي چې د اوسېدو نه دي.

دغه راز د دې ولسوالۍ د الوخېل سيمې اوسېدونکي شاه محمود پژواک ته وويل چې طالبانو د هغو کسانو کورونه هم سوځولي چې غړو يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دندې ترسره کولې.

ده وويل: (( زموږ کلي او په نورو سيمو کې طالبان دي، خلک نه شي ورتللى، ځکه هره شېبه د جګړې وېره شته  .))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي دايکنډي ولايت او ځينې نور بيا غزني ښار ته کډه شوي دي.

دغه راز د غزني د ده يک ولسوالۍ د تونپير سيمې اوسېدونکي محمد رسول پژواک ته وويل چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې يې خپل کلى او کور پرېيښي دي.

هغه وايي: (( سخته جګړه وه، اوس هم د جګړې وېره شته ، موږ خپل کورونه پرېيښي د تاسن سيمې ته راغلي يو، يواځې زه نه يم دلته لسګونه نورې کورنۍ هم راغلې دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ولسوالۍ ډېرې سيمې د طالبانو په لاس کې دي يواځې د ولسوالۍ ودانۍ له حکومت سره ده.

يادو او يو شمېر نورو کسانو ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د خوراکي توکو او د سرپناه له ستونزو سره مخ دي، بايد حکومت يې ستونزې ور حل کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.