پلخمري (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٧): د څه باندې ٢٢٣ ميليونه افغانيو په لګښت د بغلان د بنو او ده صلاح ولسوالیو تر منځ د ۱۲ کیلومتره سړک جوړېدو کار پیل شو.
د بغلان د کلیو پراختیا رييس انجنیر اول خان احمدزي د غبرګولي په ۱۳مه پژواک خبري اژنس ته وویل چې د ده صلاح او بنو ولسواليو تر منځ د سړک جوړولو چارې څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې، خو د قیر اچولو کار یې نن پيل شو.
د هغه په وينا، دغه سړک چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالى او اووه متره سور لري او د کلیو لارو جوړولو پروګرام له مخې جوړېږي چې ټول لګښت یې ٢٢٣،٣ ميليونه افغانۍ کېږي.
اول خان زیاتوي چې د سړک ټولې چارې به په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې او ګتې اخیستنې ته تر سپارلو وروسته به له دغه سړکه ده صلاح، بنو او پلحصار ولسوالیو زرګونه کورنۍ په مستقیم ډول او د خوست، فرینګ او ګذرګاه نور ولسوالیو اوسېدونکي په غیر مستیقم ډول استفاده کوي.
د ده صلاح ولسوال فیض محمد امیري هم د سړک له کیفیت او ارزښته خوښي ښيي او دغه سړک د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د کرنیزو او نورو توکو د لېږد په برخه کې خورا مهم بولي.
امیري پژواک ته وویل چې اندراب غرنۍ سیمه ده او اوسېدونکو یې د لارو د نه شتون له امله هر وخت نه شو کولای ښار ته سفر وکړي نو اوس به يې ستونزې هوارې شي.
ده وویل چې د سړک څارنه کوي او تر ګتې اخیستو وروسته ساتنه یې هم د چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو دنده چې خرابېدو ته به یې پرې نه ږدي.
د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکي نظیراحمد پژواک ته وویل: ((خوښ ځکه یم چې دغه سړک به زموږ ډېر کلي یو له بل سره وصل کړي، موږ په تنګو درو کې ژوند کوو نو دغه سړک به سلګونه کورنیو ته د لارې اسانتیا برابره کړي.))
د یادونې ده، تر دې وړاندې هم د کليو لارو جوړولو پروګرام له لارې په بغلان ولايت کې ځيني سړکونه جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
login or register a new account.