Language

د غزني چارواکي : د وروستيو جګړو له امله وسله وال طالبان ځپل شوي

غزني ښار(پژواک،١٣غبرګولى٩٧): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې د وروستيو جګړو له امله وسله وال طالبان ځپل شوي او سلګونو تنو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني والي او د دغه ولايت امنيتي چارواکو يادې څرګندونې د غبرګولي په ١٣ مه په غزني ښار کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

په دغه ناسته کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو پلان درلودچې ددغه ولايت يو شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو بريالي نه شول.

هغه وايي: (( هر ځل چې طالبانو بريد کړى له درنې مرګ ژوبلې سره مخ شوي او بريدونه يې په شا تمبول شوي دي.))

د متين د معلوماتو له مخې، د غزني په وروستيو جګړو کې شاوخوا څلور سوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز په دې ناسته کې د ٢٠٣تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شعور ګل وويل چې طالبانو د غزني د سقوط پلان درلود، خو بريالي نه شول.

هغه وايي: (( طالبانو ډېر بريدونه وکړل، خو د غزني امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې ودرېدل او ماتې يې ورکړه.))

نوموړي ډاډ ورکړ چې په دې وروستيو کې د غزني د ولسواليو امنيت ښه شوى او امنيتي ځواکونه پياوړي شوي دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد مشعل وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په وروستيو جګړو کې ١٩ پوليس وژل شوي او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي: (( دا يواځې د پوليسو تلفات دي، اردو هم تلفات لري چې هغه موږ ته معلوم نه دي.))

مشعل د غزني له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د راپورونو له مخې، په دې جګړو کې نږدې شلو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.