Language

“طالبانو د کابل- لوګر دویم سړک جوړولو چارې بندې کړې دي”

پل علم (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٧): د لوګر د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې له څه مودې راهيسې وسله والو طالبانو د کابل- لوګر د دويم سړک د جوړېدو چارې بندې کړې دي.

د لوګر د فوايد عامې رييس عبدالولي رييسي د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له تېرو دوو اوونيو راهيسې په محمد اغې ولسوالۍ کې د کابل- لوګر د دويم سړک د جوړېدو چارې بندې کړې دي.

هغه وايي: ((په شيخک کلا کې يې اول د سړک د جوړوونکي شرکت پر وسايطو بريد کړى او بيا يې د سړک کارونه بند کړي دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کابل- لوګر د دويم سړک چارې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې پيل شوې.

ده له امنيتي ځواکونو او عامو خلکو غوښتنه وکړه چې د يادې ستونزې په هوارولو کې ورسره همکاري وکړي.

دغه راز د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي پژواک ته وويل چې د سړک د چارو د بېرته پيلولو په برخه کې طالبانو د شرکت کارکوونکو ته ګواښ کړى دى.

هغه زياته کړه: ((طالبانو د شرکت کارکوونکو ته ويلي که يې کار شروع کړ نو موټرو ته به يې اور واچوي.))

خو په لوګر کې يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې طالبانو د سړک جوړونې له شرکته د هر کيلومتر پر سر چې ټول ۲۵ کیلومتره دی، د اووه زره ډالرو غوښتنه کړې ده.

ده زياته کړه: ((طالبانو ويلي چې دا لويه پروژه ده، دوى ته هم بايد حق ورکړل شي، که پيسې ورنه کړل شي نو د شرکت کارکوونکي به و وژني او وسايط به يې وسوځوي.))

همدارنګه د محمد اغې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړي حاجي رفيق پژواک ته وويل چې سړک يوه ملي او بنسټيزه پروژه ده بايد طالبان يې پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

ده وويل چې دوى هلې ځلې کوي ترڅو دغه ستونزه هواره کړي.

خو بل لورته وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.