Language

امنیتي چارواکي په لوګر کې د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

پل علم (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٧): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز پل علم کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريد کې د يوه قوماندان په ګډون ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غبرګولي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د الوزيو په سيمه کې پر طالبانو هوايي بريد کړى دى.

هغه وايي: ((طالبان را ټول شوي وو، غونډه يې درلوده چې تر بريد لاندى راغلي دي.))

د نوموړي په په وينا، په دغه بريد کې د طالبانو د سيمه ييز قوماندان ملا صديق الله په ګډون ١٣ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه راز د الوزيو سيمې يوه اوسېدونکي شېرين پژواک ته وويل چې دغه طالبان په يو کور کې را ټول شوي وو چې بريد پرې شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو بل لور ته بیا طالبان دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په لوګر کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې تېره شپه طالبانو د مرکز پل علم اړوند په دادوخېلو سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يو د ملي اردو يو سرتېري وژل شوى او يو بل ټپي دی خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يادونې ده،  څو ورځې وړاندې هم د لوګر په محمداغې ولسوالۍ او مرکز کې د هوايي بريدونو له امله ١٥ طالبان وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.