ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ملي شورا ځينې غړي د هلمند د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنه کوي”

“د ملي شورا ځينې غړي د هلمند د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنه کوي”

author avatar
5 Jun 2018 - 15:55
“د ملي شورا ځينې غړي د هلمند د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنه کوي”
author avatar
5 Jun 2018 - 15:55

لښکرګاه (پژواک، ۱۵غبرګولى ۹۷): د هلمند د پوهنې رييس وايي، د ملي شورا ځينې غړي راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د خپلو ګټو په خاطر د دې ولايت د معارف په چارو کې لاسوهنې کوي.

دغه څرګندونې د هلمند د پوهنې ريیس داوود شاه صفاري، نن خبريالانو سره په خبري ناسته کې وکړې.

نوموړي، که څه هم د کوم مشخص کس نوم یاد نه کړ، خو ويې ویل چې د دې ولایت اړونده په ملي شورا کې يې یو شمېر کسان د اصلاحاتو او فعالیتونو مخالفت کوي، کوښښ کوي چې اداره يې تر فشار لاندې راولي او غیر قانوني غوښتنې پرې ومني.

ده زياته کړه: ((له يوې خوا دغه کسان غواړي د هلمند په پوهنې ریاست کې خپل کسان ځای په ځای کړي او بیا د راتلونکي پارلماني ټاکنو پرمهال ترې ګټه پورته کړي، بل خوا په دې کړیو کې د معارف د ځمکو غاصبین هم شامل دي او د دوی د کارونو مخنیوی کوي.))

د هغه په وينا، دغه کسان د پوهنې وزارت ته ځي او د ده په وړاندې دسيسې جوړوي او له دندې څخه يې د لرې کېدو کوښښ کوي.

صفاري وویل، بل خوا د لښکرګاه د ښاروالۍ مسوولین هم ستونزې ورته جوړوي، د پوهنې ریاست اړونده د غصب شوو ځمکو د غاصبینو ملاتړ کوي.

د ده په خبره، همدا اوس د لښکرګاه ښار او په ځینو ولسوالیو کې د پوهنې ریاست تر ۲ زره جریبه ډېره ځمکه غصب شوې ده، چې دوی يې د بېرته راګرځولو هڅه کوي، خو غاصبین او د هغوی زورواکي ملګري يې مخالفت کوي.

د پوهنې ريیس وویل، د همدې وکیلانو لپاره د زده کوونکو او ښوونکو څخه په زور د تذکرو غوښتنې شوې دي، چې دوی يې مخالفت کړی او په هر حال کې به يې په وړاندې دریږي، د هیڅ زورواکي غوښتنې به ونه مني.

دى وايي: ((زه به هیڅکله هم دا ډول خلکو ته وخت ورنه کړم، فشار به يې قبول نه کړم، زه له خپل صلاحیتونو استفاده کوم او که چېرې دا وکیلان زورور شول، بیا دنده پرېږم او قانون تر پښو نه لاندې کوم.))

د هلمند د ولایتي شورا ريیس عطاء الله افغان په دې اړه وویل، دوى له وزارت څخه غوښتنه کوي چې نور د پوهنې په ریاست کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي او د وړتیا له مخې مامورینو ته مکتوبونه ورکړي.

هغه زیاته کړه، دې ولایت کې د ډېرو لاسوهنو او شخصي ګټو په خاطر د زده کړې کیفیت ډېر ټیټ شوی دی، ځکه جنجالونه یواځې د مقرریو په سر دي، په تېر یو کال کې څو ځله وزارت مالي او درسي معاونيتونو ته مکتوبونه ورکړي، چې دې کار د معارف پر وضعيت منفي اغېزه کړې ده.

د لښکرګاه ښار د صافیانو د سیمي یو قومي مشر حاجي ضیاءالدین وايي، حکومت دې د معارف ریاست په سیاسي کشمکشونو کې نه اچوي، له وړاندې هم په دې ولایت کې دا برخه کمزورې وه او اوس چې د ملي شورا غړي د خپلو ګټو او ټاکنو لپاره ترې کار اخلي، د دې مخنیوی په کار دی.

د نوموړي په وينا، ولسونه دې هم د معارف د نوي ژمن ټیم سره ودریږي او هیڅ منفي حرکت ته دې اجازه نه کوي او د خپلو اولادونو راتلونکی دې وسنجوي.

د یادلو ده چې په هلمند کې دا مهال هم له څه باندې ۴۰۰ ښوونځیو څخه ۱۳۰ بند دي او زده کوونکي يې له دې نعمت څخه بې برخې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.