Language

د پکتيکا مشران:  د امنيت او سولې ټينګښت په موخه دې قومي جوړښتونه پياوړي شي

ښرنه(پژواک،١٥غبرګولى٩٧): د پکتيکا يو شمېر قومي مشران وايي چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت او سولې د راوستو په موخه بايد قومي جوړښتونه پياوړي شي.

دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٥مه د هغې غونډې په ترڅ کې وشوې چې د پکتيکا د اورګون، سروبي، زيړوک، نکې، ګيان، ګومل، برمل، سرروضې او اومنۍ ولسواليو قومي مشرانو په کې برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب د برمل ولسوالۍ قومي مشر  قدرت الله وويل چې په دې وروستيو کې د افغان دولت پاملرنه سرحدونو ته کمه شوې او په سرحدونو کې پراته خلک د پاکستانيو ملېشو له لوري ځورول کېږي.

هغه وويل چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پاکستاني پوځيانو اغزن سيم لګولي او د خدر په سيمه کې د افغان او امريکايي ځواکونو په پخواني مرکز يې تاسيسات جوړ کړي دي.

دغه راز بل قومي مشر مولوي الهام هم وويل چې په دې وروستيو کې امنيتي ستونزې له حده ډېرې شوې دي.

هغه وويل: (( همداسې چې دولت له خلکو نه همکاري غواړي خلکو سره هم بايد مرستې وکړي، ځکه اوسهال خلک له هر پلوه مشکلات لري.))

يادو او يو شمېر نورو قومي مشرانو ټينګار وکړ چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت او سولې د راوستو په موخه بايد قومي جوړښتونو ته اړينه پاملرنه وشي.

دغه راز په دې غونډه کې د سرحدونو او قومونو چارو وزارت د جرګو ريیس نیاز محمد امیري وويل چې قومي مشران بايد د سولې د راوستو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

هغه وويل: (( د سولې په برخه کې د ولسمشر وروستۍ طرحه يو کامله طرحه ده، مخالفين بايد ترې ګټه پورته کړي.))

همدارنګه د غونډې په پاى کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت هم وويل چې په هېواد کې د روانو ستونزو حل د قومي جوړښتونو په پياوړي کولو او د هېوادوالو په يووالي کې دى.

هغه زياته کړه: (( د قومي جوړښتونو پياوړي کول، د سولې راتګ، د بيارغونې پروژو تطبيق او نورو پرمختګونو ته لار هواروي.))

د يادونې ده چې تېره اوونۍ هم د دې ولايت په برمل ولسوالۍ کې د قومي جوړښتونو د پياوړي کولو په موخه غونډه شوې وه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.