Language

ښرنه(پژواک،١٧غبرګولى٩٧): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله پنځه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د اړوندې موضوع په اړه د جاني خېلو ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني د نوم له خپرولو پرته پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هستي سيمې پر پوستې ډله ييز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه پوليس او دوه طالبان وژل شوي او درې پوليس او دوه طالبان ټپيان شوي دي.

دغه راز د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوې باوري سرچينې هم پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې له يادې پېښې څخه دوى ته د پنځو پوليسو مړي او درې پوليس په ټپي حالت کې انتقال شوي دي.

د جاني خېلو يو اوسېدونکي اجمل هم پژواک ته وويل چې جګړه شوې او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د پکتيکا امنيې قوماندانۍ بيا د يادې پېښې په اړه بې خبري وښوده.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د يادونې ده چې پکتيکا د افغانستان د نا امنه ولايتونو له ډلې څخه دى چې ځينې لويې لارې يې هم له نورو ولايتونو سره تړل شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics