مزارشريف (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۷): په شمال کې د بشري حقونو ملاتړې موسسې په يوه څېړنه کې موندلې چې د دغه زون په بلخ، سمنګان او جوزجان ولايتونو کې غوڅ اکثريت مېرمنې په ټاکنو کې د انتخاب خپلواکي نه لري.
د دغې موسسې له خوا نن يکشنبه (غبرګولي ۲۰) په مزار شريف کې د ټاکنو پروسه کې د مېرمنو د ګډون په تړاو د خبرو اترو په نوم پروګرام جوړ شوی و چې په ټاکنو کې د مېرمنو د نه استقلاليت په تړاو په کې بحث وشو.
بلخ کې د افغان بشري حقونو د ملاتړې موسسې غړې فرزانې خالقي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی د څېړنې موخه د ټاکنو په بهير کې د مېرمنو د ګډون څرنګوالی معلومول دي.
هغې زياته کړه، د څېړنې پر مهال ورته جوته شوې چې ډېری مېرمنې په ټاکنو کې د ګډون پر مهال فکري استقلاليت نه لري او د کورنيو د نارينه وو په خوښه خپله رايه استعمالوي.
که څه هم دغه موسسه د خپلې سروې شمېرې له رسنيو سره نه شريکوي؛ خو وايي چې تحقيق يې په يادو درې ولايتونو کې له مېرمنو سره د وړو وړو ناستو او پوښتن پاڼو له لارې ترسره کړی دی.
خالقي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، له مېرمنو سره د ناستو پر مهال دوی ته دا هم معلومه شوه چې ډېری ښځې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د ګډون ليوالتيا لري؛ خو په وينا يې چې ټولنيز او فرهنګي دودونه يې مخه نيسي.
په جوزجان ولايت کې د افغان بشري حقونو د ملاتړې موسسې مسوولې مېرمن ليلما پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د ټاکنو نوم ثبتونې په پروسه کې د تېرو کلونو په پرتله د مېرمنو ونډه ډېره ده؛ خو د هغې په وينا لا هم د رايې ورکولو او نوماند کېدو پر مهال د مېرمنو نه استقلاليت د ښځو پر وړاندې جدي ستونزه ده.
د هغې په وينا، د ياد تحقيق په پايله کې ورته معلومه شوه چې د جوزجان ډېری مېرمنې غواړي په ټاکنو کې ښځينه نوماندانو ته رايه ورکړي، خو دې کار ته نه پرېښودل کېږي.
نوموړې زياته کړه چې غوڅ اکثريت پوښتل شويو مېرمنو ورته ويلي چې سر له اوسه يې د کورنۍ نارينه و ورته ويلي چې چاته به رايه ورکوي.
له دې سره په سمنګان کې د افغان بشري حقونو د ملاتړې موسسې مسوولې ذوالحجې حکيمي هم پژواک سره د خبرو پرمهال د ټاکنو پروسه کې د مېرمنو د خپلواکۍ نه درلودل د ښځو پر وړاندې لويه ستونزه وبلله.
هغې زياته کړه، په ترسره شوې سروې کې ورته معلومه شوې چې حتی د سمنګان ولايت ډېری تعليم يافته او روښان فکره مېرمنې هم د رايې ورکولو خپلواک انتخاب نه لري.
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعالانې د عامه پوهاوي نشتون، د دغې ستونزې د رامنځته کېدو لوی لامل بولي.
login or register a new account.