ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” هلمند کې ٢١٧ افسران، ساتنمنان او سرتېري له دندو ګوښه شوي”

” هلمند کې ٢١٧ افسران، ساتنمنان او سرتېري له دندو ګوښه شوي”

author avatar
11 Jun 2018 - 15:36
” هلمند کې ٢١٧ افسران، ساتنمنان او سرتېري له دندو ګوښه شوي”
author avatar
11 Jun 2018 - 15:36

لښکرګاه(پژواک،٢١غبرګولى٩٧): هلمند کې د ميوند قول اردو قوماندان وايي چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل شوې چې له مخې به يې د دې ولايت امنيت ټينګښت ومومي.

دغه څرګندونې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي نن په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې د پوليسو او اردو په ليکو کې يو شمېر کسان د پيسو او واسطو پر زور په دندو ګومارل کېدل چې له امله يې امنيتي وضعيت هم خراب شوى و.

خو هغه زياته کړه: (( اوس موږ خپل مشکلات درکړي او پر وړاندې يې جدي مبارزه کوو.))

احمدزى وايي چې ٢١٧ تنه افسران، ساتنمنان، سربازان او نور مامورين يې د اداري فساد او وظيفوي غفلت له امله له دندو ګوښه کړي او عدليي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

ده زياته کړه: (( ما د پوليسو له مشرانو هم غوښتي چې په زور او واسطو مقرر شوي کسان لرې کړي، ځکه دغه کار د امنيت د ټينګښت لپاره ډېر مهم دى او په دې مسلې مې ولسمشر هم خبر کړى او هغه د پوره ملاتړ ژمنه را سره کړې ده.))

احمدزي وويل چې د حکومت له پلان سره سم به د اوربند په ورځو کې له تعرضي حالت څخه دفاعي حالت غوره کوي.

د ميوند قول اردو قوماندان وايي چې په دې وروستيو کې د لښکرګاه ترڅنګ په ځينو نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

نوموړي د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل: (( پخوا د امکاناتو د نشتون له امله ځيني سرتېري له وسلو پرته تښتېدلي، خو اوس دغه ستونزه حل شوې موږ قوي قرارګاوې او پوستې لرو، نو ځکه سرتېري اوس تېښته نه کوي.))

ده زياته کړه چې د طالبانو او د نشه يي توکو د قاچاقبرو مخه يې هم نيولي چې له امله يې په دې ولايت کې امنيت ښه شوى دى.

د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.