غزني ښار(پژواک،٢١غبرګولى٩٧): د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د جغتو ولسوالۍ قياک سيمه کې د ملکي وګړو پر تونس موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز د غزني د ولايتي روغتون رييس بازمحمد همت هم پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته شپږ مړي او درې ټپيان انتقال شوي دي.
هغه وويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت سم نه دى.
تراوسه پورې ددې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP