Language

“د صياد ولسوالۍ ځينې برخې طالبانو نيولې دي”

سرپل(پژواک،۲۲غبرګولی۹۷): د سرپل ولايت يوه سرچينه وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددغه ولايت د صياد ولسوالۍ ځينې سيمې نيولې او نږدې ۳۰ دولتي سرتېري لا درکه دي.

يوه سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو په يوه بريد کې د صياد ولسوالۍ قفلاتون او القاني قشلاق کلي نيولي دي.

نوموړي ويلي چې طالبانو په ياده سيمه کې د ملي اردو درې او د پوليسو دوه پوستې نيولې دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې چې د شپې له لس بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې يې دوام درلود، ۱۲ د ملي اردو  او پوليسو سرتېري وژل شوي او د ملي اردو څلور سرتېري د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

 نوموړي وويل چې د اردو او ځايي پوليسو نږدې ۳۰سرتېري لادرکه دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې ۱۷وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.

د سرپل ولايتي شورا مرستيال سيداسدالله دانش په دې اړه له جزيياتو وړاندې کولو پرته د يادې ولسوالۍ د امنيتي کمربند د سقوط په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل چې د نږدې ۳۰ لا درکه سرتېرو د برخليک په اړه هېڅ خبر نه لري.

پژواک په پرله پسې هڅو سره ونه توانېد چې په دې اړه د ۲۰۹شاهين قول اردو د چارواکو او يا د سرپل د امنيتي چارواکو نظر واخلي.

خو د ملي دفاع وزارت د وياندددفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش پژواک خبري اژانس ته وويل چې همدا اوس په قفلاتون او ځينو نورو سيمو کې جګړه روانه ده او ددولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زياته کړه چې په دې نښته کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

خو د سيمه ييزو پوليسو د مرګ ژوبلې په اړه د کورنيو چارو وزارت له وياند سره اړيکه ټينګه نه شوه.

وسله وال طالبان وايي چې تېره شپه يې د "قفلاتون ازبکيه، قفلاتون القاني او بلند غور" سيمې او د دولتي ځواکونو يوه قرارګاه او اته پوستې نيولې دي.

login or register a new account.