Language

عطامحمد نور د حکومت او طالبانو تر منځ د شوي اوربند ملاتړ وکړ

مزارشريف (پژواک،۲۲ غبرګولی۹۷):د بلخ پخواني والي او دجمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور د حکومت او طالبانو تر منځ د شوي اوربند ملاتړ وکړ.

سره له دې چې عطامحمد نور له تېرې څه باندې يوې مياشتې راهيسې له هيواد څخه بهر دی؛ خو نوموړي په خپله يوه تازه څرګندونه کې د حکومت او طالبانو تر منځ له شوي اوربند څخه ملاتړ کړی دی.

عطامحمد نور پرون ماښام ( د غبرګولي په ٢١مه، ) په خپلې رسمي فيسبوک پاڼې کې ليکلي چې د حکومت او طالبانو تر منځ رامنځته شوی اوربند، که څه هم لنډ مهالی دی؛ خو د ډېرې ستاينې وړ دی.

نور زياته کړې: (( هر هغه اقدام چې له امله يې د يوې مرمۍ د توغولو مخنيوی وشي او د يو انسان ژوند وژغوري؛ نو بايد چې ملاتړ يې وشي.))

د جمعيت ګوند اجراييه رييس همدا راز د ياد اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي  چې له شته فرصت څخه په استفادې بايد د دايمي سولې لپاره زمينه مساعده شي.

عطامحمد نور له طالبانو هم غوښتنه کړې چې نور له جګړو او وينې تويولو لاس په سر شي او په خبره يې دغه ډله بايد د هېواد د بيارغونې او هوساينې چاره کې برخه واخلي.

نوموړي همدا راز هيله مندي ښودلې چې طالبان دې له دې وروسته خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له سياسي مبارزې، ټاکنو او قانوني لارو چارو څخه کار واخلي.

په ورته وخت کې د نظر خاوندان هم له سياسي ګوندونو او پر نفوذه څېرو څخه غواړي چې په اوسنيو حساسو شرايطو کې ملي ګټو ته په ترجيح ورکولو سره، هېواد کې د دايمي سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

مدني فعال غلام رسول ملکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سياسي څېرې او جهادي ګوندونه بايد پر حکومت او طالبانو فشار راوړي، تر څو د اوربند موده وغځول شي.

نوموړي زياته کړه چې  په هېواد کې روانه جګړه ګټونکی نه لري او په وينا يې دې جنګ ته بايد د سولې له لارې د پای ټکی کېښودل شي.

له دې وړاندې د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح په ګډون يو شمېر سياسي څېرو د حکومت او طالبانو تر منځ د رامنځته شوي اوربند مخالفت کړی و او دا يې د پنځم ستون کار بللی و.

تېره اوونۍ ولسمشر غني له طالبانو سره د روژې له ۲۷مې د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې يو اړخيز اوربند اعلان کړ چې وروسته بيا طالبانو هم يواځې د اختر درې ورځې خپلو جنګيالو ته د اوربند سپارښتنه وکړه.

login or register a new account.