Language

پر مقر ولسوالۍ موټر بم بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي

غزني ښار(پژواک،٢٢غبرګولى٩٧): د غزني د مقر ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو طالبانو د موټر بم بريد کړى چې په ترڅ کې پنځه پوليس وژل شوي او د ولسوال په ګډون ٢٦ نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د هاموې ټانګ په وسيله د مُقر ولسوالۍ پر ودانۍ بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي او د مقر د ولسوال حبيب الله مقري په ګډون ٢٦ نور ټپيان دي.

ده زياته کړه: (( يواځې همدغه بريد شوى، وروسته ډېرې لږې ډزې شوي چې هغه هم پوليسو کړې دي.))

خو د غزني د ولايتي شورا غړي نصير احمد فقيري بيا وايي چې اوس هم په سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي: (( شېبه وړاندې مې چې د ولسوالۍ له مسوولينو سره خبرې وکړې د هوايي ځواک د مرستې غوښتنه يې وکړه او وايي چې سخته جګړه روانه ده.))

د فقيري په وينا، د څو ولسواليو طالبان يوځاى شوي ترڅو مقر ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.