لښکرګاه (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۷) : د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې دماین د چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او اوه ملکیان ټپیان دی.
د والي ویاند عمر خواک پژواک ته وویل، چې چاودنه ددویمې حوزې د پولیسو پر رنجر موټر شوې چې له امله یې ددوو پولیسو په ګډون اته تنه ټپیان شويدی.
خو.یوې بلې سرچینې ویلی چې یو پولیس او.یو.ملکي وژل شوي.
خو دایمرجنسي روغتون سرچینې وایي، چې دوی ته اوه ټپیان راوړل شوي دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
ددې چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن