فراه(پژواک،۲۳غبرګولی۹۷): وسله والو طالبانو د فراه د امنيې قوماندانۍ يو افسر او د ملي اردو دوه قرار داديان وژلي دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددولت وسله والو مخالفينو نن سهار ددغه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ اړونده دښته کې د امنيې قوماندانۍ يو افسر اکمل وژلی دی.
هغه زياته کړه چې اکمل او د پوليسو يو شمېر نور منسوبين له پشتکوه ولسوالۍ څخه د فراه ښار پر لوري روان و چې د طالبانو له کمين سره مخ شوي دي.
محب دغه راز وويل چې طالبانو پرون مازيګر د ملي اردو دوه قرار داديان چې د ملي اردو پوستو ته د خوراکي توکو د وړلو په حال کې وو، د دغه ولايت بالا بلوک ولسوالۍ له کنسک کلي څخه په خپل فيلدر موټر کې وړي دي.
محب د يادو کسانو د برخليک په اړه بې خبري وښوده، خو د کنسک کلي يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې طالبانو دغه دواړه قرار داديان پر ډزو وژلي دي.
د فراه د ملکي روغتون د سردخانې مسوول عبدل وويل چې دغه دوه جسدونه نن سهار ياد روغتون ته راوړل شوي دي.
د فراه ځايي طالبانو په پشتکوه ولسوالۍ کې پر پوليسو د بريد او د يادو دوو قرار داديانو وژل کېدو مسووليت منلی دی.
login or register a new account.