ښرنه (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٧): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې ديني علماوو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او افغان امنيتي ځواکونو د سولې د ټينګښت او اوربند د اوږدولو په موخه لويه پراخه ولسي غونډه وکړه او هيله يې وښوده چې وسله وال طالبان به شوی اوربند وغځوي.
د پکتیکا قومي مشرانو او مدني فعالانو په یاده غونډه کې د جنګ له دواړو غاړو وغوښتل چې د اوربند موده دې تر لوی اختر پورې وغځوي، ترڅو خلک یې د سولې لپاره منځګړیتوب وکړي.
بلخوا افغان ځواکونو د اوربند د غځېدو ډاډ ورکړ او راغلو ولسونو د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د اوربند موده دې تر لوی اختره وغځوي او په دې موده کې به ولسونه د سولې لپاره منځګړیتوب وکړي.
غونډې ته مدني فعال يعقوب خان منظور په خپلو خبروکې وويل، افغان ځواکونه، طالبان او ولسونه له جګړې ستړي شوي او د سولې دا ناره به تر هغې بنده نه کړي چې مثبته پایله یې ورکړې نه وي.
بلخوا غونډې ته راغلو وسله والو چې د نومونو له اخيستو او له ډېرو خبرو کولو يې ډډه کوله، هم ومنله چې سوله کې خیر او خوند دی.
د پکتیکا د ولایتي ادارې په استازیتوب د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان عزیزالله کاروان غونډې ته په وینا کې طالبان وروڼه وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې اوربند ته دوام ورکړي او سولې ته غاړه کېږدي.
نوموړى چې د وسله والو طالبانو سخت مخالف یادېده، دلته یې یوه لاس کې د افغان دولت او بل لاس کې د طالبانو بیرغ پورته کړ، چې د غونډې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو.
پاتې دې نه وي چې د سې شنبې په ورځ هم په اورګون ولسوالۍ کې د ولسي خلکو له لوري د ورته غونډې په څېر چې موخه به يې د اوربند اوږدول او دایمي سولې لپاره په لاره اچول شوې
د يادولو وړده چې تېره ورځ د پکتيکا د مرکز او ولسواليو له اتو زرو څخه زياتو ولسي خلکو د يوه کاروان په ډول د يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند خيربين سيمې لاړل، خو يادې سيمې ته په نږدې کېدو د وسله والو طالبانو له خوا بېرته وګرځول شول او پر هغوی يې هوايي ډزې وکړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP