ښرنه(پژواک،٢٨غبرګولى٩٧): وسله والو طالبانو د پکتيکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې پر هغو خلکو ډزې کړي چې د اوربند لپاره دوى ته ورغلي وو، خو سيمه ييز طالبان بيا وايي چې په دې اړه پلټنې کوي.
د پکتيکا شاوخوا اته زره اوسېدونکي پرون ناوخته د دې ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د اوربند او دايمي سولې د ټينګښت په موخه د طالبانو مرکزونو ته ورغلي وو.
د دې کسانو له ډلې څخه عبدالحق د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته شاوخوا اته زره عامو خلکو په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د طالبانو د مرکز پر لور حرکت وکړ.
هغه وايي: (( د طالبانو مرکز د دې ولسوالۍ په خيربين سيمه کې دى، کله چې دې سيمې ته نږدې شول، سره له دې چې طالبانو زموږ هر کلى ونه کړ، خپل مرکز ته يې پرې نه ښودو او هم يې هوايي ډزې وکړې، ترڅو خلک بېرته لاړ شي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې کاروان ګډنوالو د طالبانو او د افغانستان بيرغونه له ځانه سره انتقالول، خو طالبانو له نيمې لارې بېرته وګرځول او موخې ته د رسېدو لپاره يې پرې نه ښودل.
همدارنګه د دې کاروان يو بل غړي دادمحمد ناوک پژواک ته وويل چې طالبانو پر دوى د ډزو سربېره ناسم چلند هم کړى دى.
هغه زياتوي: (( هم يې ډزې وکړې او هم يې د افغانستان ملي بېرغ تر پښو لاندې کړ او هم يې خلک ټيله را ټيله کړل.))
همدارنګه د روزي خان په نوم يو بل کس پژواک ته وويل: (( طالبانو د خلکو له لاسونو د افغانستان بېرغونه واخيستل او خلک يې ووهل چې دا هيڅ سم کار نه دى او موږ يې ډير خواشيني کړي يو.))
د دې کاروان يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لورته سيمه ييز طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان مولوي جواد وويل چې دغه ډزې د نورو ولايتونو طالبانو کړي دي.
هغه زياته کړه: (( د پکتيکا طالبانو غوښتل له خلکو سره وګوري، خو د نورو ولايتونو طالبان چې دلته راغلي دي، هغوى نه غوښتل دغه کاروان ورشي او ورسره وګوري نو ځکه يې ډزې کړې دي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP