غزني ښار (پژواک،٢٨غبرګولى٩٧): د غزني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د اوربند له مراسمو څخه د ملي اردو شپږ سرتېري له وسلو سره يوځاى بېولي دي، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو سرتېري پرون د اندړو ولسوالۍ سلطان باغ سيمې ته ورغلي وو، ترڅو د اوربند په مراسمو کې ګډون وکړي.
هغه وايي، طالبانو بيا د اروبند له دې مراسمو څخه د ملي اردو شپږ سرتېري، يو هاموې ټانک او شپږ ميله وسله له ځانه سره وړي دي.
ده زياته کړه: ((دغه سرتېري پر سړک ولاړ وو، طالبانو نيولي په داسې حال کې چې دوى د اوربند له مخې بايد دغه کار يې نه واى کړى.))
د نوري په وينا، د سرتېرو د خلاصون لپاره قومي مشران هم ورغلي و، خو طالبانو ورته سپکې سپورې کړې دي.
دغه راز د سلطان باغ سيمې اوسېدونکي شمس الله پژواک ته وويل چې طالبانو د ملي اردو څو تنه سرتېري او ټانک نيولى او اوس هم ورسره دي.
خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د ملي اردو سرتېري نه دي نيولي او خپله سرتېري له وسلو او ټانک سره يوځاى طالبانو ته ورغلي چې طالبانو يې تود هرکلى هم کړى دى.
د يادونې ده چې وسله والو طالبانو د تېر شوي اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى و چې له امله يې خلکو، طالبانو او امنيتي ځواکونو يو ځاى سره ولمانځه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP