Language

د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو ١٥ ښوونځيو ته ځمکه وقف کړه

پل علم(پژواک،٣٠غبرګولى٩٧): د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو ١٥ ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو لپاره ځمکه وقف کړه.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې رياست په هڅونې د ازرې ولسوالۍ قومي مشرانو او اوسېدونکو د ١٥ ښوونځيو د ودانيو جوړېدو لپاره ١٥ جريبه ځمکه دوى ته وقف کړې ده.

هغه وايي: (( موږ مخکې دلته د ځمکې له مشکل سره مخ وو، دې خلکو ١٥ جريبه ځمکه موږ ته راکړه چې لس ميليونه افغانۍ ارزښت لري او په دې سره يې زموږ مشکل حل کړ.))

د عرب د معلوماتو له مخې، په دې ځمکې به څلور لېسې، دوه منځني ښوونځي، اته لومړني ښوونځي او يوه مدرسه جوړه شي.

 دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې هم د ازرې اوسېدونکو د ښوونځيو د جوړېدو لپاره ٢٢ جريبه ځمکه ورکړې وه.

همدارنګه عرب وويل چې په لوګر کې ښوونځيو ته د ځمکو د پيدا کولو په موخه يوه کمېټه ټاکل شوې چې په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې کوي.

هغه زياته کړه: (( هرڅوک که موږ ته د ښوونځي لپاره ځمکه راکړي نو مکتب به بيا د هغه په نوم وي.))

د عرب په وينا، د پوهنې په برخه کې دوى يو لړ ستونزې هم لري چې خلک يې د حلولو په برخه کې ورسره مرستې کوي.

ده د بېلګې په توګه وويل: (( د ځمکو په برخه کې يا که کوم ښوونځي تړل شوي د خلاصولو او په نورو برخو کې خلک له موږ سره مرستې کوي.))

دغه راز د لوګر په ولايتي شورا کې د ازرې استازي عبدالولي وکيل هم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د ښوونځيو د جوړېدو لپاره د پوهنې رياست ته ځمکه ورکړې ده.

هغه وايي: (( زموږ خلک اوس د پوهنې په اهميت پوه شوي چې د معارف رياست لپاره د ځمکې وړيا ورکول يې يوه ښه بېلګه ده.))

د يادونې ده چې دا مهال په ازرې ولسوالۍ کې  ٣١ ښوونځي دي چې له دې شمېرې څخه ١٤ يې ودانۍ نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.