Language

” زموږ د غوښتنې تر منل کېدو به د غزني د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې وي”

غزني ښار(پژواک،٣٠غبرګولى٩٧): د غزني اعتراض کوونکي يو ځل بيا وايي چې که يې غوښتنې ونه منل شي، د دې ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه به خلاصه نه کړي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يو شمېر کسانو د اعتراض په ډول د غزني د ټاکنو کمېسيون مخې ته خېمه و وهله او د کمېسيون دروازه يې وتړله.

دغه اعتراض کوونکي ټينګار کوي چې په دې ولايت بايد ټاکنې حوزوي شي، ترڅو د درغليو مخه ونيول شي.

د دې اعتراض کوونکو له ډلې څخه محمد اسماعيل نن د غبرګولي په ٣٠مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د دوو مياشتو په تېرېدو سره تر اوسه چا د دوى غږ نه دى اورېدلى.

ده زياته کړه: ((دلته يو پلاوى راغى موږ ته يې و ويل چې ولسمشر تاسو ته درلېږو ترڅو مشکل مو حل شي، خو تر ننه نه ولسمشر راغى او نه هم زموږ مشکل حل شو.))

د اسماعيل په وينا، تر هغه چې د دوى غږ نه وي اورېدل شوى، د کمېسيون دروازه به د ټولو پرمخ بنده وي.

دغه راز بل اعتراض کوونکي معلم عبدالرازق وويل چې حکومت بايد د دوى غږ واوري او د ټاکنو لپاره دې زمينه برابره کړي.

ده وويل: (( له ١٨ څخه ١٤ ولسوالۍ يې نا امنه دي، که حکومت د تېر ځل په شان يواځې په څلورو ولسواليو کې ټاکنې کوي، نو دا بيا موږ نه منو او کنه ټاکنې بايد حوزوي شي، ترڅو ټولو ته خپله برخه ورسيږي.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ټاکنو کمېسيون مرستيال کريم جمال پژواک ته وويل چې د کمېسيون د تړل کېدو له امله د دوى چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

جمال ټينګار وکړ چې حکومت بايد هرڅه ژر د دې ولايت د اعتراض کوونکو ستونزې هوارې او د کمېسيون دروازه دې خلاصه کړي.

په همدې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي چې د اعتراض کوونکو ستونزې څو ځلې له حکومتي مشرانو سره په کابل کې شريکې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.