Language

هلمند او لوګر کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه -پل علم(پژواک،٣٠غبرګولى٩٧): هلمند او لوګر ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ٣٠مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د ګرشک ولسوالۍ د عزيز پمپ په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې څلور طالبان وژل شوي او درې د ملي اردو سرتېري ټپيان دي.

بل لورته طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په دې بريد کې ١٣ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

احمدي په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر کې هم پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې نن سهار د مرکز اړوند د متاڼي په سيمه کې طالبانو پر پوليسو بريد کړى دى.

د هغه په وينا، پوليس خپلې پوستې ته روان و چې طالبانو پرې بريد کړى چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو پرون مازيګر له محمداغې ولسوالۍ څخه اته سيمه ييز پوليس ژوندي نيولي دي.

د لوګر سيمه ييزو چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې وسله والو طالبانو د تېر شوي اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى و چې له امله يې خلکو، طالبانو او امنيتي ځواکونو يو ځاى سره ولمانځه، خو له اختر وروسته وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې خپلو جګړو ته زور ورکړى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.