ښرنه(پژواک،٣٠غبرګولى٩٧): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې په تېرو درېيو مياشتو کې ١٥ ملي او سيمه ييز پوليس د هدفي وژنو ښکار شوي دي.
د پکتيکا د ولايتي شورا پخواني غړي عبدالغني پکتين د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو د وژل کېدو کچه لوړه شوې ده.
د هغه په وينا، په دې لړ کې وروستۍ پېښه تېره ورځ د دې ولسوالۍ د جلالزو په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه: (( پرون يې د پوليسو يو ساتنمن خان محمد له خپل لس کلن زوى سره مړ کړ، زموږ په حساب دا په تېرو درېيو مياشتو کې ١٥ مه پېښه ده.))
خو د جاني خېلو بل اوسېدونکى جميل بيا وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې ٣٠ سيمه ييز او ملي پوليس په دې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
هغه وايي: (( يواځې د هستې پر پوستې په يو ځل بريد کې يې ١٥ امنيتي سرتېري مړه کړل او نور خو هره ورځ په هدفي وژنو کې وژل کيږي.))
دغه راز په دې ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وويل: (( دوه ځلې طالبانو د هستې پر پوستې بريد وکړ چې په يو ځل يې لس او په بل ځل يې پنځه سرتېري و وژل.))
سرچينې هم ومنله چې په دې ولسوالۍ کې د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې دي چې بايد مخه يې ونيول شي.
همدارنګه ښرنه کې د مدني ټولنې غړى عبدالحق هم وايي چې د جاني خېلو ترڅنګ د دې ولايت په نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د وژل کېدو کچه لوړه شوې ده.
نوموړي ټينګار وکړ چې امنيتي چاراوکي بايد د سرتېرو د وژل کېدو د مخنيوي لپاره اړينې هلې ځلې وکړي.
د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو بل لورته د پکتيکا امنيتي چارواکي بيا دغه خبرې ردوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP