ښرنه (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٧) : د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي اوچارواکي وايي چې د ملي بيرغ لېږدولو پر سر د طالبانو خپلمنځي نښته شوې، خو طالبان يې ردوي.
ددوى په وينا، دا پېښه ددې ولايت داومنې ولسوالۍ اړوند داته خونې په سېمه کې پرون رامنځته شوې ده.
د اومنې ولسوالۍ د سپېنه د کلي اوسېدونکي ولي جان د غبرګولي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددوی دمعلوماتو له مخې، د وسله والو طالبانو د والي پيراغا کسانو هغه وسله وال طالب ګواښلى و چې د افغانستان ملي بيرغ يې له ځان سره لېږداوه.
د هغه په وينا، په دې اړه دوه ډوله خبرې کېـږي، يوه داچې ددوی په منځ کې يو ځانمرګی هم و چې په هغه پسې ريموټ وهل شوی او الوځول شوى، خو ځينې سرچينې وايي چې د دواړو لورو ترمنځ له لفظې شخړې ورسته وسله واله نښته را منځته شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په پېښه کې له دواړو لوريو ٩ تنه وژل شوي دي.
د اومنی ولسوالۍ يوې باورې سرچينې پژواک ته وويل چې ددې ولسوالۍ په اته خونه کې د وسله والو طالبانو يو تن قوماندان صادق چې پر خپل موټرسايکل يې دافغانستان ملی بېرغ درولی و، د طالبانو د والي پيراغا دکسانوله غبرګون سره مخ شوى.
سرچينې زياته کړه چې ديادو کسانو ترمنځ له لفظې شخړې وروسته يو پربل يې ډزې کړې چې په ترڅ کې يې نهه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د يحيي خېلوولسوالۍ يوې سرچيني دنوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، وسله والوطالبانو غوښتل چې يو ځانمرګى بريد ته ولېږي، خو هغه چاودنه کړې او خپل لس ملګري يې وژلي دي.
د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شامحمود ارين پژواک ته وويل چې د اومنې ولسوالۍ په اته خونه کې دافغانستان دملی بېرغ په سر د قوماندان صادق او د والي پيراغا د وسله والوترمنځ نښته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې په بريد کې له دواړو لورو ۹ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي، چې ډېر ګومان کېږي چې ددوی په منځ کې ځانمرګی بريد هم شوی.
د پکتيکا ولايت والي الياس وحدت وايي چې دوی ته هم له يادې ولسوالۍ څخه د وسله والوطالبانو د مرګ ژوبلې خبر رسېدلى چې په ټپيانو کې د وسله والو طالبانو يو تن قوماندان اصف هم شامل دی.
د هغه په وينا، د مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات ځکه په لاس نه لري چې سيمه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP