Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تاشکند کنفرانس د پریکړو او پرمختګونو د تطبیق پر کاري پلان موافقه وشوه

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه، ٩٧) : د تاشکند کنفرانس د پریکړو او پرمختګونو د تطبیق پر کاري پلان موافقه وشوه.

د افغانستان په اړه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې نړيوال کنفرانس د روان لمريز د وري د مياشتې په لومړۍ اونۍ کې جوړ شوى و.

د افغانستان د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر لخوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي د ملي امنيت محمد حنیف اتمر، چې د یوه لوړي پلاوي په مشرۍ یې د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی و، د سفر پرمهال یې د نوموړي هېواد له لوړ پوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو په خاص ډول د سولې او اقتصادي همکاریو پر نوښتونو خبرې وکړې. 

سرچينې زياته کړې، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په لیدنه کې د سولې او پخلاینې په موخه د تاشکند کنفرانس په ګډون په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره د نوموړي هېواد له نوښتونو او ابتکاراتو څخه مننه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د تاشکند کنفرانس د پریکړو او پرمختګونو د تطبیق پر څرنګوالي خپل نظرونه تبادله کړل او هوکړه وشوه، چې د دې پریکړو د تطبیق په موخه به ګډ کاري پلان جوړیږي ترڅو راتلونکې برنامې په خپل وخت او سمه توګه تطبیق شي. 

امنيت شورا ويلي، په دې دوه اړخیزه لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي او اقتصادی همکاریو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وشوې او په دې برخه کې یې له شویو پرمختګونو څخه خوښي ښکاره کړه.

افغان پلاوي د ازبکستان له سیاسي مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې له وچکالۍ ځپلو وګړو سره بشردوستانه مرستې کړي د

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.