غزني،کندهار (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : ځايي مسوولين وايي چې د کندهار او غزني ولايتونو په بېلا بېلو چاودنو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن تر غرمې مخکې د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې پر یو موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د موټر شویي يو کاريګر وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
احمدي وایي، ياد موټر د ملکي خلکو دی او دا معلومه نه ده چې چا ور پورې ماين تړلى دى .
د يو بل خبرله مخې، دکابل-کندهار پر لويه لاره د غزني داندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سیمه کې نن له غرمې وروسته په دوه بجو پر يو ملکي موټر چاودنه شوې ده.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريداحمد مشعل پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
ددې چاودنو مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.