غزني ښار (پژواک ٢ چنګاښ ٩٧): په غزني کې له تېرو څو ورځو راهیسې د شپږو ولایتونو ترمنځ د کرکټ اختریزې سیالۍ روانې وې چې نن د غزني ولایت په ګټه پاى ته ورسېدې.
په غزني کې د کرکټ مشر عزت الله مومنیار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې یوه اونۍ وړاندي په غزني کې د کابل، غزني، لوګر، پکتیکا، زابل او هلمند ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې چې پايلوبې ته غزني او هلمند ولایتونه ووتل.
ده زياته کړه، نن له غرمې وروسته لومړی لوبه هلمند ولایت وکړه چې په ۱۵ اورونو کې يې غزني ولایت ټیم ته د ۱۲۵ منډو هدف کېښود چې غزني ولایت وتوانېده چې په ۱۵ اورونو کې د څلورو منډو په توپیر سره هلمند ولایت ته ماتې ورکړي.
هغه وايي: ((موږ په غزني کې د کرکټ لپاره هیڅ میدان نه لرو، که چېرته میدان جوړ شي، نو غزني ولایت به د زون په کچه د کرکټ ښې لوبې ولري.))
د ده په خبره، د غزني سیمه يیزې ادارې ورسره د میدان او ځمکې ورکولو کې هیڅ راز همکاري نه ده کړې، حال دا چې څو ځلې يې له چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي.
د غزني امنیه قوماندان سمونوال فرید احمد مشعل چې وروستۍ لوبې ته ورغلى و، وویل چې د غزني امنیه قوماندانۍ غواړي د خلکو او دولت ترمنځ د لا ښه باور او نږدې والي لپاره د پولیسو د کرکټ ټیم جوړ کړي چې له دې وروسته به یو ځاى د کرکټ له لوبغاړو سره لوبې کوي.
نوموړی وايي: ((دا چې نن دومره ځوانان راوځي او لوبې ویني، دا خلک د سولې تږې دي او موږ تل هڅه کوو چې د غزني امنیت نور هم ښه کړو، ترڅو هر څوک په ازاده توګه سره ژوند وکړي.))
د هغه په وينا، ډېر ژر به د امنیتي سرتېرو د کرکت لوبډله جوړه کړي.
لوبغاړي هم خوښ ښکاري چې په غزني کې ورته سیالۍ ترسره کېږي، خو په دغه ولایت کې د کرکټ د لوبغالي له نه شتون څخه شکایت کوي.
د دوى له ډلې داود شاه پژواک اژانس ته وويل چې د غزني او نورو ولایتونو په ټیمونو کې تکړه لوبغاړي شته چې کولاى شې په ملي لوبډله کې هم ولوبېږې.
هغه زياتوي: ((موږ تکړه لوبغاړي لرو، په ملي ټيم کې د لوبېدو توان لري، که چېرته میدان راته جوړ شي، تر دې به هم تکړه لوبغاړي ولرو.))
باید وویل شي چې هر کال په غزني کې د یادو ولایتونو لوبې ترسره کېږي چې تېر کال دغه لوبه د هلمند ولایت لوبډلې د ځان په ګټه تمامه کړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP