غزني ښار (پژواک،٣چنګاښ٩٧): د غزني والي له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د سولې د راتګ په موخه له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې پيل کړي.
د غزني والي وحيدالله کليمزي دغه څرګندونې د چنګاښ په درېيمه په هغې غونډه کې وکړې چې د دې ولايت له چارواکو سربېره قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو خلکو په کې برخه اخيستې وه.
کليمزي وويل چې حکومت سولې ته پوره ليوالتيا لري، نو طالبان هم بايد دې کار ته وهڅول شي.
هغه وايي: (( حکومت د اوربند موده اوږده کړه، چې دا د سولې لپاره ليوالتيا ښيي نو قومي مشران بايد طالبانو ته ورشي ترڅو هغوى هم د سولې لپاره اماده کړي.))
دغه راز په دې غونډه کې د غزني د عالمانو شورا رييس مولوي محمد اسماعيل وويل چې په هېواد کې د روانې جګړې په ترڅ کې ډېرى ملکي وګړي د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
هغه تور پورې کړ چې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان په خوښه جګړه روانه کړې او د هغوى ګټې پالي.
هغه وايي: (( په افغانستان کې جګړه حرامه ده او هرڅوک چې ورته د جهاد نوم ورکوي، ګناهګار دى.))
همدارنګه د غزني د ولايتي شورا منشي حميدالله سروري وويل چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره ټول بايد يوځاى اقدام وکړي.
ده وويل: ((طالب،سرتېرى او عام خلک ټول له جګړې ستړې شوي دي، خو يو شمېر ستونزې شته چې بايد حل شي.))
په ياده غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب عبدالمالک حبيبي وويل چې په افغانستان کې د سولې لپاره تر اوسه هيڅ جدي کار نه دى شوى.
هغه وويل: (( د غزني قومي مشران به له دولت سره د سولې په راوستو کې پوره همکاري وکړي او دا د ټولو مسووليت دى.))
د غونډې په پاى کې د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل وويل چې د حکومت له امر سره سم يې اوربند عملى کړى او د طالبانو پر وړاندې عمليات نه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP