پلخمري (پژواک ٤ چنګاښ ٩٧): د بغلان امنيتي مسوولين وايي چې په دې ولايت کې د ملي امنیت منسوبینو د وسلو او ناچاوده توکو ډکه زېرمه کشف کړې ده.
د بغلان د ملي امنيت ادارې له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه زېرمه د مرکز پلخمري په زمان خېلو سيمه کې چې وسله والو طالبانو ترې ګټه اخيسته، د ملي امنيت د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه شوې ده.
سرچينه کاږي، په ترلاسه شويو مهماتو کې سلګونه لاسي بمونه، د راکټ او هاوان لسګونه مرمۍ او څو ميله وړې او درنې وسلې شاملې دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دوه مياشتې مخکې هم، پوليسو يادې سيمې ته څېرمه په خلازيو کلي کې د درنې او سپکو وسلو د زرګونو مرميو زېرمه کشف کړې وه.
login or register a new account.