Language

د سمنګان ولايت مقام اقتصادي کارپوه ترافيکي پېښه کې ومړ

مزار شريف (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٧) : د سمنګان ولايت مقام اقتصادي کارپوه په مزار شريف ښار کې په ترافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

د بلخ ولايت د ترافيکو مديرمل پاسوال اسدالله د چنګاښ په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته په دوه بجو د مزار شريف ښار اړونده د هوايي ډګر پر سړک رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د سمنګان د ولايت مقام اقتصادي  کارپوه جاوېد نادري په يوه کرولا موټر کې ددغه ولايت پر لوري روان و چې په ياده سيمه کې يې موټر له مخامخ روان د ډبرو سکرو لوى موټر سره ټکر کړى دى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يواځې نادري ژوند له لاسه ورکړى دى.

اسدالله وايي، د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دى.

login or register a new account.