Language

“د غزني د درېيو ټاکنيزو حوزو پر مشخص کېدو کار پيل شوى”

غزني(پژواک،٥چنګاښ٩٧): اعتراض کوونکو اوس هم غزني کې د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې ده، خو بل لورته د دې کمېسيون رييس وايي چې په دغه ولايت کې د درېيو ټاکنيزو حوزو پر مشخص کېدو کار روان دى.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يو شمېر اعتراض کوونکو د غزني د ټاکنو کمېسيون مخ ته خېمه و وهله او د هر ډول فعاليت پر وړاندې يې د دې کمېسيون دروازه وتړله.

دغو اعتراض کوونکو ويل چې په دې ولايت کې بايد ټاکنې په حوزوي ډول ترسره شي، ترڅو ټولو ته خپل حق ورسېږي چې بيا د همدې اعتراضونو په پايله کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون اعلان وکړ چې غزني ولايت يې پر درېيو ټاکنيزو حوزو وېشلى دى.

د اړوندې موضوع په اړه نن د چنګاښ په پنځمه د غزني اعتراض کوونکو خبري غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د اعتراض کوونکو په استازيتوب مولوي محمد اسماعيل وويل چې د ١٣٥٣کال د سر شمېرنې له مخې بايد دغه ولايت پر درېيو ټاکنيزو حوزو و وېشل شي.

ده وويل: (( که د پخوانۍ سر شمېرنې له مخې دغه ولايت پر حوزو و نه وېشل شي، دا نوي ارقام او شمېرې موږ ته د منلو وړ نه دي، ځکه د غزني ١٤ ولسوالۍ نا امنه دي، هيچا په کې تذکرې نه دي اخيستي.))

دغه راز بل اعتراض کوونکي محمد عيان هم وويل چې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له لوري د غزني د نفوس کومه شمېره چې اعلان شوې دوى ته د منلو نه ده.

هغه وايي: (( زموږ په ټولو پښتون مېشتو ولسوالۍ کې نا امنۍ او جګړې دي، هيڅوک تذکرې نه لري، نو دا سر شمېرنه څنګه موږ ومنو.))

يادو او يو شمېر نورو اعتراض کوونکو ويل، ترڅو چې دغه غوښتنه يې هم نه وي منل شوې، د ټاکنو کمېسيون دروازه به خلاصه نه کړي.

خو بل لورته د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس ظاهر اکبري پژواک ته وويل چې خلکو ورسره د دې ولايت د ټاکنو کمېسيون د دروازې د خلاصولو ژمنه کړې ده.

هغه وايي: (( اوس مهال د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د سيمه ييزو ارګانونو اداره پر دې کار کوي چې څنګه او په څه ډول د غزني ولايت په درېيو حوزو و وېشي، نو کله چې دغه کار خلاص شو د خلکو له ژمنې سره سم د کمېسيون دروازه به هم خلاصه شي.))

د يادونې ده چې په ولسي جرګه کې د غزني استازو نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د کمېسيون ياده پرېکړه د اساسي او ټاکنو قانون خلاف وبلله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.