Language

د کندهار مخور: د سولې خبرو مشري دې د لوی کندهار مشرانو ته ورکړل شي

کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۷): د کندهار مخور وايي چې که حکومت رښتیا هم په هېواد کې سوله غواړي، نو د سولې د خبرو مشري دې د لوی کندهار مخورو او مشرانو ته ورکړای شي.

دغه څرګندونې په هغې غونډې کې وشوې چې د ولسمشر له خوا د اوربند غځېدو او د جګړې په اړه د دیني عالمانو د وروستۍ فتوا په ملاتړ د کندهار ولایت مقام د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا، په ټولنیزو چارو کې د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالی دستګیري،د ولایتي شورا رییس حاجي سیدجان خاکرېزوال او غړو، د سوېلي حوزې اړوند د سولې په برخه کې د ولسمشر استازي محمد مسعود اخندزاده، په ولسي جرګه کې دکندهار دخلکو استازي،د سکټوري ادارو رییسانو، ولسوالانو، دیني عالمانو، د ښار او ولسوالیو مخورو، ځوانانو او ښځو برخه اخیستې وه.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، ولسمشر په دې وروستیو کې د سولې په موخه پراخې هڅې پيل کړي او تمه شته چې هېواد کې تلپاتې سوله راشي.

هغه زیاته کړه، ولسمشر د سولې د تامین په موخه یوه جامع ستراتېژي جوړه کړې چې په کې د دولت،خلکو او وسله والو طالبانو ټولې اړتیاوي او د ثبات تګلارې ځای پر ځای شوې دي.

د ده په خبره، ولس څلورو لسیزو جګړو سخت ځپلی خو مورال او قوت یې له لاسه نه دی ورکړی او تمه ده چې نړۍ ته به ثابته کړي چې افغانان سوله خوښی ولس دی.

هغه د افغانستان او عربستان د دیني عالمانو وروستیو فتواګانو ته په پام چې په هېواد کې یې روانه جګړه ناروا بللې، خبر ورکړ چې زیات شمېر وسله وال طالبان له جګړې لاس په سر شوي دي.

د کندهار د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال هم د سولې په برخه کې د ولسمشر د وروستیو اقداماتو هرکلی او ملاتړ وکړ، خو ویې ویل چې که حکومت رښتیا هم په هېواد کې سوله غواړي نو له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو واک دې د لوی کندهار مشرانو ته ورکړای شي.

هغه زیاته کړه، د وسله والو طالبانو ډېری مشران د همدې سیمې دي او د همدې سیمې مشران کولای شي له هغوی سره مستقیمې خبرې وکړي، هغوی ته تضمین ورکړي او له جګړې یې لاس پر سر کړي.

دی وايي، شاوخوا شپاړس کلونه کېږي چې له مرکزه په یوه او بل نوم د سولې د راوستو لپاره هڅې کېږي خو پایله یې نه ده لرلې.

د خرقې مطهرې متولي او د ولسمشر استازي مسعود اخندزاده هم وویل چې ولسمشر ته یې وړانديز کړی چې په هېواد کې د سولې راوستو لپاره دې له همدې ولایت څخه کار پيل شي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې له ۱۰ تر ۱۵ دیني عالمان به سعودي عربستان ته سفر وکړي څو له هغه ځایه په هېواد کې د روانې ناروا جګړې په اړه فتوا راوړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.