ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

کاپيسا کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

author avatar
26 Jun 2018 - 19:05
کاپيسا کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه
author avatar
26 Jun 2018 - 19:05

محمودراقي (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٧): د کاپيسا په دويم کوهستان ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د کاپيسا د پوهنې رييس محمد عليم عيار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شهيد نجم الدين د لېسې د جوړېدو چارې تېر کار پيل شوې وې چې مالي لګښت يې د هند له خوا ورکړل شوى دى.

ده زياته کړه، دا ښوونځى چې څه باندې اته ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، په دوو پوړونو کې له ټولو اړينو ملحقاتو سره جوړ شوى دى.

د هغه په وينا، د دې ښوونځي په جوړېدو سره د ١٢٠٠ زده کوونکو د ځاى ستونزه حل شوه.

د دې ودانۍ د پرانيستې پرمهال د کاپيسا د والي مرستيال عزيزالرحمن تواب وويل، هڅه کوي چې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې خلکو ته وړاندې کړي او هم د تېر کال نيمګړې پروژې سږکال بشپړې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.