Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د سولې په موخه جوړه شوې غونډه کې چاودنې اته تنه ووژل

پل علم(پژواک،٧چنګاښ٩٧): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د سوله غوښتونکو په غونډه کې چاودنه شوې چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال فضل خدا ابراهيم خېل د چنګاښ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د څرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعيل خېل کلي کې يو شمېر ځوانان را ټول شوي او په هېواد کې د سولې غوښتنې لپاره يې غونډه جوړه کړې وه.

د هغه په وينا، په دې غونډه کې چاودنه شوې چې د يوې ښځې په ګډون اته تنه په کې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ده وويل: (( وژل شوې ښځه حامله هم وه.))

دغه راز د خواجه اسماعيل خېل سيمې يوه اوسېدونکي حاجي بسم الله خان پژواک ته وويل: (( دلته د سولې لپاره ځوانانو او قومي مشرانو غونډه جوړه کړې وه چې چاودنه پرې وشوه.))

ده زياته کړه چې په دې پېښه کې اته عام وګړي وژل شوي او درې نور سخت ټپيان دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

څرخ د لوګر ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له تېرو دوه مياشتو راهيسې مخابراتي شبکې هم په کې کار نه کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.