Language

له بغلان څخه هم د سولې يو پلى کاروان کابل ته روان شو

پلخمري  (پژواک ٩ چنګاښ ٩٧) :  د بغلان ولايت له مرکز پلخمري ښار څخه هم د سوله غوښتونکو لس کسيزه ډله پلې کابل ته روانه  شوه .

تر دې مخکې له هلمند او پېښور څخه هم د سولې پلي کاروانونه کابل ته رسېدلي  او د کونړ کاروان کابل ته پر لاره دى.

د بغلان ولايت دغه لس ځوانان چې د سولې په اړه ليکل شوي  شعارونه له ځانه سره لېږدوي  وايي ، کابل کې به تر ارګه ولاړ شي  او له ولسمشرڅخه به په هېواد  کې د سولې خبرو د ژر پيل غوښتنه وکړي .

ددې کاروان مشر محمد اسماعیل دچنګاښ  په  ۹ مه له پلخمري څخه د روانېدلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل  : (( موږ نن  له بغلان څخه  کابل ته د سولې غوښتو په نيت  روان  شو ، له هېچا سره مو خبرې نه دي کړي  او نه هم دچا په غوښتنه  روان شوي يو ، سوله مو هدف ده او انشا الله دغه هدف ته  به ځان رسوو .))

هغه زياته کړه، ځوانان به دسولې دغه سپیڅلی غږ د ارګ تر دروازې رسوي اوهلته به له ولسمشر سره تر ليدو وروسته په هېواد کې د سولې خبرو د ژر پيلېدو غوښتنې کوي.

دى وايي، د هېڅ سياسي ګوند غړي نه دي او نه هم د کوم بهرني هېواد په غوښتنه يې دا کار پيل کړى، يواځې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ  سوله غواړي.

د ياد کاروان بل غړي   محمد بلال هم پژواک ته وویل  چې له جنګ څخه ستړي شوي او د سولې غوښتو لپاره کابل ته روان شول.

د بغلان د ولایتي شورا مرستيال وکيل شمس الحق بارکزي  پژواک اژانس ته وويل، ولس او چارواکي بايد له هر هغه بهير څخه ملاتړ وکړي چې د سولې لپاره ترسره کېږي.

بارکزي وویل، دبغلان ټول ولس باید راغونډ او له وسله والو طالبانو څخه دسولې خبرو دپیل  او اوربند غوښتنې وکړي 

د يادونې ده چې وسله والو طالبانو د سولې له دغو کاروانونو سره مخالفت ښودلى او دا يې د بهرنيانو په اشاره حرکتونه بللي دي.

login or register a new account.