غزني ښار(پژواک،١٠چنګاښ٩٧): په غزني کې يو شمېر اعتراض کوونکي وايي چې حوزوي ټاکنې ورته د منلو نه دي، په دغه ولايت کې هم بايد د نورو ولايتونو په څېر ټاکنې ترسره شي.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يو شمېر اعتراض کوونکو د غزني د ټاکنو کمېسيون مخ ته خېمه و وهله او د هر ډول فعاليت پر وړاندې يې د دې کمېسيون دروازه وتړله.
دغو اعتراض کوونکو ويل چې په دې ولايت کې بايد ټاکنې په حوزوي ډول ترسره شي، ترڅو ټولو ته خپل حق ورسېږي چې بيا د همدې اعتراضونو په پايله کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره اوونۍ اعلان وکړ چې غزني ولايت يې پر درېيو ټاکنيزو حوزو وېشلى دى.
خو نن يو شمېر نورو اعتراض کوونکو د غزني د ټاکنو کمېسيون ته څېرمه خېمه وهلې او وايي چې حوزوي ټاکنې ورته د منلو نه دي.
د دې اعتراض کوونکو له ډلې څخه علي مدد پژواک ته وويل چې دوى غوښتل د ټاکنو کمېسيون مخ ته خېمه و وهي، خو اجازه نه ده ورکړل شوې.
هغه وايي: (( موږ حوزوي ټاکنې نه منو.))
دغه راز بل اعتراض کوونکي حسين پژواک ته وويل چې له قانون سره په غزني کې هم بايد د نورو ولايتونو په څېر ټاکنې ترسره شي.
هغه وايي: (( نور ټول ولايتونه يوه يوه حوزه دي، نو غزني ولې په درېيو حوزو وېشل شوى دى، موږ نور څه نه غواړو غزني دې هم يوه حوزه کړي.))
يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري پژواک ته وويل چې يو شمېر کسانو په دغه ولايت کې د حوزوي ټاکنو د نه ترسره کېدو لپاره اعتراض کړى دى.
ده وويل: (( زه اوس کابل کې يم او په دې کار کوو چې په غزني کې د ټاکنو درېيو حوزو لپاره سيمې مشخصې کړو.))
د يادونې ده چې د ولسي جرګې په تېرځل ټاکنو کې له غزني څخه يواځې د هزاره قوم وکيلان بريالي شوي وو، نو ځکه دا ځل نورو قومونو د حوزوي ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کاوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP