Language

له پلخمري څخه کابل ته د سولې روان شوى کاروان بېرته وګرځېد

پلخمري(پژواک،١٠چنګاښ٩٧): د بغلان ولايت له مرکز پلخمري ښار څخه د سولې روان شوى کاروان د نا امنې له امله له نيمې لارې بېرته وګرځېد.

تېره ورځ د بغلان له مرکز پلخمري څخه لس کسیزه ډله سوله غوښتونکي ځوانان چې تر کابله یې د پلي تلو هوډ کړی وو، د قومي مشرانو په غوښتنه له نیمې لارې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.

د یاد کاروان سرلاري محمد اسماعیل د چنګاښ په ۱۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل:(( موږ غوښتل چې تر کابله پلي ولاړ شو او د لارې په اوږدو کې مېشت ولس سره د سولې غوښتو پیغام شریک کړو، خو د قومي مشرانو په غوښتنه له دغه کاره منع او بېرته راوګرځېدو. ))

د هغه په وينا، قومي مشرانو ورته ويلي چې په لار کې د طالبانو له لوري له ستونزو سره مخ کيږي نو بايد بېرته وګرځي.

خو د شېرمحمد زمانخېل په نوم يو قومي مشر پژواک ته وويل چې دغه ځوانان بې وخته کابل ته روان شوي، نو ځکه بېرته ګرځول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: (( په کابل کې ملګرو سره ترمشورې وروسته په دې هوکړه وشوه چې دغه ځوانان بايد اوس بېرته راستانه شي او له قومي مشرانو سره يوځاى بايد يو بل کاروان جوړ شي او بيا حرکت وکړي.))

ده وويل چې دغه ځوانان د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله نه دي ستانه شوي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان په دې لاره کې فعاليت لري، خو په هغه کچه نه دي چې د چا د تګ راتګ مخنيوى وکړي.

هغه زياتوي: (( دوى کېداى شي د کوم بل مشکل له امله راستانه شوي وي، ځکه د پلخمري-کابل پر سړک امنيتي ستونزې ډېرې نه دي او ټوله ورځ خلک په دې لار تګ راتګ کوي.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې له هلمند، کونړ او پېښور څخه د سولې کاروانونه په پلي تګ سره کابل ته رسېدلي دي.

login or register a new account.