ايبک (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٧): د سمنګان امنيتي مسوولين وايي چې يوه ښځه د خپل خاوند له خوا د چاقو په وسيله وژل شوې ده.
د امنيه قومندانۍ وياند دوهم څارن منير رحيمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز ايبک ښار د اسياي عرب سيمې اوسېدونکي عبادالله، نن له غرمې وروسته کابو درې بجې خپله ٢٥ کلنه مېرمن د چاقو په وسيله وژلې ده.
ده زياته کړه، قاتل د پوليسو له خوا نيول شوى او هغه په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي چې خپله ښځه يې د ايبک ښار په اق پيکال کلي کې له يو بل چا سره د نامشروع اړيکې لرلو له امله وژلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP