کندوز(پژواک،١٠چنګاښ٩٧): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په دوه ولسواليو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې د پامير زون د شلمې فرقې رييس ارکان بريد جنرال سيد قربان موسوي نن د کندوز په مرکز کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې له تېرې شپې راهيسې د توفان ١٥ په نوم عمليات د کندوز، بدخشان او تخار ولايتونو په نا امنو سيمو کې پيل شوي دي.
ده زياته کړه چې د دې عملياتو په لړ کې تېره شپه د کندوز د امام صاحب او چهادرې ولسواليو په مربوطاتو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
هغه وويل: (( په دې ولسواليو کې ځينې سيمې مو هم له طالبانو نيولې دي او ځينې سيمې مو له ماينونو هم پاک کړې دي.))
موسوي زياته کړه چې بهرني ځواکونه د هوايي بريدونو په برخه کې له دوى سره مرسته کوي، نو خلکو ته هم په کار ده چې له دوى سره همکاري وکړي.
په چهادرې ولسوالۍ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې يو تن سرتېري سيف الدين پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو مورال دا ځل ډېر لوړ دى.
هغه وويل: (( موږ پوره وسلې او تجهيزات لرو، مورال مو ښه لوړ دى او له طالبانو مو ډېر ځايونه هم نيولي دي.))
بل لورته د دې ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد په پراخه کچه عمليات ترسره شي.
هغه وايي: (( عمليات بايد نمايشي نه وي، کوم ځايونه چې نيسي هلته بايد پوستې جوړې کړي، ترڅو په ښه توګه امنيت تامين شي.))
خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په کندوز کې تېره شپه طالبانو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
login or register a new account.