Language

لوګر کې پر امریکایي ځواکونو ځانمرګی برید شوی

پل علم (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۷) : د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د امریکایي ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

دلوګر دامنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي دچنګاښ په ۱۱مه،پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا برید نن تر مازیګر ناوخته د مرکز پل علم اړونده د بادخواب سیمه کې د حامد کرزي ښوونځي ترځنګ شویدی.

هغه زیاته کړه، چې د موټر بم برید له امله د بهرنیو ځواکونو یو موټر زیانمن شوی، خو دمرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلودل.

احمدزی وایي، چې په دې پيښه کې یو ماشوم او یوه ښځه وژل شوي او څو نور ملکیان ټپیان شوي دي.

دلوګر د ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزي هم د پيښې د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل، چې بهرنیوخواکونو په محمد اغه ولسوالۍ کې تر عملیاتو وروسته خپل مرکز ته روان و، چې په یاده سیمه کې پرید ځانمرګی برید وشو.

هغه زیاته کړه، چې د بهرنیانو له مرګ ژوبلې خبر نه دی، خو په دې برید کې د ښځو اوماشومانوپه ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

په سویل ختیځ کې د تندر قول اردو ویاند ډګروال فضل خدا ابراهیم خیل تاییدوي چې ماښام شاوخوا اووه بجې لوګر کې د څلورمې پلې لوا قراول ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې.

ابراهیم خېل وایي چې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو یوه مېرمن وژل شوې او د یو ماشوم په ګډون څلور کسان ټپیان دي. وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی او ګڼو بهرنیو سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

امريکايي ځواکونو ويلي، چې په دې بريد کې يې سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى، خو يو موټر يې زيانمن شوى دى.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.